لوګر کې اییتلافي ځواكونو يو كس وواژه

د لوګر ولايت چارواكي وايي د امريكا تر مشرۍ لاندې ايتلافي ځواكونو په خپلو عملياتو كې يو تن وژلى او درې نور يې له ځانونو سره بېولي دي.

د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش ازادۍ راډيو ته وويل دغه عمليات تېره شپه په محمد اغې ولسوالۍ كې شوي، چې د نوموړي په وينا د ايتلافي ځواكونو له خوا وژل شوى سړى د ټرافيكو مدير و او په هېڅ كومه ډله كې نه و.

په دې اړه تر اوسه ائتلافي ځواكونو كومه تبصره نه ده كړې.