نن د نړۍ ستر صنعتي هېوادونه پر نړېواله تودخه او سوداګرۍ خبرې کوي

په ایټالیا کې د نړۍ د اتو سترو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې په دویمه ورځ دا هېوادونه د نړۍ د مخ پر ودې اقتصاد لرونکیو هېوادو له مشرانو سره په نړېواله تودخه او سودګرۍ خبرو اترو ته دوام ورکوي.

پرون داتو سترو صنعتي هېوادونو مشران په دې سلا شول چې هڅه به وکړي د نړېوالې تودخې درجه د سانتي ګراد په حساب دوه درجې محدوده کړي.

پر دې سربېره هندوستان او چین رد کړې چې تر دوه زره پنځوسم کال پورې د ګلخانه يي ګازونو تولید نیمايي ته راکم کړي .

په دې خبرو اترو کې د هندوستان استازي وویل مخ پر ودې هېوادونه غواړي چې بډاۍ هېوادونه دې ورسره لومړۍ د سختو اقلیمي افتونو لکه د سیلابونو په وړاندې مبارزه کې مالي مرسته وکړي .