ملي سراسري جرګه: د انتخاباتو پر ځاى دې لويه جرګه جوړه شي

د افغانستان ملي سراسري جرګې خبردارى وركړ چې په انتخاباتو كې د حكومت د مخالفينو له ګډون پرته به انتخابات نا ممكن وي.

د دې جرګې غړو د چهارشنبي په ورځ په كابل كې د يوې خبري غونډې په ترڅ كې انديښنه څرګنده كړه چې په انتخاباتو كې د مخالفينو لپاره د پراخ ګډون امكانات بايد لا دمخه برابر شوی وى.

داچې ولې د افغانستان د ملي سراسري جرګي غړي د انتخاباتو پرځاى د لويې جرګې د جوړېدو غوښتنه كوي په اړه يې د دې جرګې وياند ډاكټر روهي داسې وويل:



"دولت او نړيوالې ټولنې په وار وار ژمنه كړې وه چې دوى به د هغه انتخاباتو لپاره چې په اساسي قانون کې يې پېش بيني شوې ده شرايط برابروي.

هغه شرايط دادي چې ټول خلك به په هغه كې برخه اخلي او شفاف مېكانېزم به لري خو زمونږ شننونكي، نړيوالې رسنۍ، كورنۍ رسنۍ، د خلكو استازي او زموږ د جرګې استازي چې په ولايتونو كې دي، د دوى د معلوماتو له مخې له بده مرغه هغه شرايط چې باید برابر شوي وى، تر اوسه نه دي برابر شوي. يعنې زموږ په اند تر سلو زياتو ولسواليو كې امكانات نشته چې هلته انتخابات و شي."

دغې جرګې په داسې وخت كې غږ پورته كړ چې دامهال انتخاباتي كمپاينونه پر مخ روان دي او د انتخاباتو لپاره تياري وروستي پړاو ته رسيدلي دي او په سلګونو ميليونو ډالرلگښت پرې راغلى.

خو د جرګې وياند وايي چې دا لومړي ځل نه دى چې دوى په هېواد كې د ناسمو امنيتي شرايطو له امله د انتخاباتو پرځاى د لويې جرګې د جوړېدو غوښتنه كوي.

"دغه طرحه د لومړي ځل لپاره نه ده چې موږ يې دلته اعلانوو، بلكې شپږ مياشتې مخكې مو دا طرحه د مطبوعاتو له لارې اعلان كړې ده او دا طرحه شاوخوا پنځه مياشتې مخكې د امريكې سفارت ته وركړى شوې ده، يوناما ته وركړ ل شوې ده او يو ځل بيا هم دا طرحه د رسينو له لارې اعلانيږي."

ټاكل شوې ده چې د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو انتخابات به د زمري يا اسد د مياشتې په ۲۹ نېټه ترسره شي خو كارپوهان وايي چې د دغو انتخاباتو په وړاندې اساسي خنډ امنيتي ستونزه ده او له همدې امله د انتخاباتو د شفافيت په اړه سخته انديښنه لري.

خو ملګري ملتونه او په افغانستان كې د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي چې انتخابات بايد هرو مرو ترسره شي څو په افغانستان ځوانه ډیموکراسي په همدې پیل کې زندۍ نه شي.

له بلې خوا افغان او نړيوال امنيتي ځواكونه دا مهال د انتخاباتو پر امنيتي چارو باندې سخت بوخت دي او په هلمند كې يې له طالبانو څخه د ځينو ولسواليو د بېرته نيولو لپاره ستر عمليات هم پيل كړي دي.

د چارواكو په وينا تر اوسه د دغه ولايت درې ولسوالۍ بېرته د حكومت تر ولكې لاندې راغلي او چارواكو په كې د انتخاباتو لپاره د نوم ليكنې د بهير د بېرته پيلېدو غوښتنه كړې ده.