د قرغیزستان ولسمشر د امریکا سره د مناس اډې پر سر نوې موافق وکړه

د قرغیزستان ولسمشر کورمان بیګ باقیف یوه نوې موافقه لاسلیک کړې ده چې له مخې يې امریکايي ځواکونه کولی شي چې ددغه هیواد له مناس هوايي اډې څخه استفادې ته دوام ورکړي.

د قرغيزستان د جمهوري ریاست یوه ویاند ویلي کورمان بیګ باقیف دا موافقه د روانې جولاي میاشتې په دوهمه نیټه لاسلیک کړې ده.

له دې نه مخکې د قر غیزستان پارلمان په غوڅ اکثریت سره موافقه وکړه چې امریکايي ځواکونه کولی شي چې په منځني اسیا کې د خپلو ځواکونو لپاره د مناس له یوازینی اډې څخه ګټه واخلي .

د مناس له هوايي اډې څخه هره میاشت ۱۵۰۰۰امریکايي سرتیري کار اخلي او په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو ته ترې نه د ۵۰۰ټنو شاوخوا لوژیستیکي اکمالات کیږي.