منګل: په نېول شویو سېموکې به د رای ورکونکو نومونه ولیکل شي

په داسې حال کې، چې په هلمند کې د وسلوالو مخالفینو پر ضد د افغان او نړیوالو ځواکونو پوځي عملیات روان دي، د هلمند چارواکي او د انتخاباتو خپلواک کمسیون وايي، په پاکو شویو ولسوالیو کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې لپاره تیارى نیسي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمسیون ویلي دي، چې تر دې دمه د هلمند ولایت په پنځو ولسوالیو کې یو کس هم د رای اچونې کارت نه لري، خو د هلمند والي ګلاب منګل بیا ازادي راډیو ته وویل، چې ډېر ژر به پاکو شویو ولسوالیو ته د راې ورکوونکو د نوم لیکنې ډلې واستوي.

"په نږدې راتلونکې کې به ټول کلي په امن شي او مونږ به د خانشین ولسوالۍ ته، چې اوس اوس له طالبانو ازاده شوې ده د راې ورکوونکو د نوم لیکنې ډلې واستوو څو خلکو ته د راې ورکولو کارتونه ورکړي."

په هلمند کې روان پوځي عملیات، چې خنجر نومول شوى او په زرګونو افغان، امریکايي او برتانیوي ځواکونه په كې برخه لري د تېرې پنجشنبې په ورځ پیل شوي او هدف يې د هغو سیمو نیول ښودل شوى، چې له تېرو څو کلونو راهیسې د طالبانو په ولکه کې دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي دي، چې تراوسه پورې يې د خانشین او نادعلي ولسوالۍ له طالبانو پاکې کړي او د ګرمسیر ولسوالۍ ځینې برخې يې هم نیولي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمسیون د دارلانشا رییس داود علي نجفي روانو عملیاتو ته په اشارې هیله څرګنده کړه چې له انتخاباتو مخکې په نا امنه سیمو کې امنیت ټینګ شي:

"کمسیون په امنیتي غونډو کې دا موضوع بیا بیا له هغوی سره مطرح کړې ده او د عملیاتو د پیل یو دلیل دا دى چې دوی له مونږ سره ژمنه کړې وه، چې د انتخاباتو تر ورځې او یا هم له انتخاباتو نه یو میاشت مخکې پورې دا مسلې هوارې کړي. په هر هغه ورځ چې امنیتي ستونزې هوارې شي مونږ چمتو یو، چې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پرانیزو."

په نا امنه ولسوالیو کې د نوم لیکنې په هدف د تیاریو ترڅنګ همدا اوس د افغانستان په جنوب، ختیځو او شمالي ولایتونو کې شتو ګواښونو د انتخاباتو ترسره کول له پوښتنو سره مخ کړی دى.

وروسته له هغې، چې د تېرې دوشنبې په ورځ په بلخ ولایت کې د انتخاباتو یو مبلغ او د هغه ساتونکې ووژل شول د جمهوري ریاست د انتخاباتو د جوړولو په وړاندې شته ستونزې له ورایه څرګند شوي دي.

خو هم د انتخاباتو خپلواک کمسیون او هم ملګرو ملتونو ویلي دي، چې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ د ودې لپاره به دا انتخابات ترسره کوي.