هلمند كې د ېوسړك د قير كار پېل شو

د هلمند په ناد علي ولسوالۍ كې د لس كيلومټره سړك د قيرولو كار پيل شوى دى.

د هلمند د كليو او پراختيا ريس محمد عمر قانع ازادۍ راډيو ته وويل چې په دغه سړك باندې به د انګلستان د پراختيايي ادارې يا ډي اف اى ډي له خوا دوه نيم لكه امريكايي ډالره ولږيږي.

ده دا هم وويل چې د دغه سړك د رغولو كار به په راتلونكو شپږو مياشتو كې بشپړ شي.