د وحدت ملي اسلامي ګوند د كرزي څخه خپل ملا تړ اعلان كړ

محمد اکبري

په افغانستان کې وحدت ملي اسلامی ګوند مشر او یوه پخواني جهادي قومندان استاد محمد اکبري وايي، چې حامد کرزي ورسره ولایتونو ته د دریو هزاره میشتو ولسوالیو د ارتقا او نورو امتیازاتو ژمنه کړې ده
د وحدت ملي اسلامي ګوند مشر محمد اکبري وويل، جاغوري، بهسود او پنجاب هغه درې ولسوالۍ دي چې ولسمشر حامد کرزي یې ولایتونو ته د ارتقا ورکولو ژمنه ورسره کړې.

نوموړي په کابل کې د خپل ګوند د سلګونو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل، د دولت په ټولو برخو کې هزاره وو ته شل فیصده برخه ورکول، په بهسودو ولسوالۍ کې د کوچیانو او هزاره وو د لانجې حل او د مرکزي ولایتونو متوازنه پراختیا یې د ګوند هغه نورې مهمې غوښتنې دي چې حامد کرزي منلې دي.

اکبري د جمهوري ریاست د پوست لپار حامد کرزي یو مناسب شخص وباله اوویې ویل:
"وحدت ملي اسلامي ګوند د یوه ډیر نفوس لرونکي سیاسي جریان په توګه د جلالتماب حامد کرزي له کاندیدۍ نه ملاتړ اعلانوي او په ټول هیواد کې له خپلو فعالیت کوونکو، غړو او ملاتړکوونکو څخه غواړي چې ددغه ګوند د مرکزي شورا له تصمیم سره سم هڅه او فعالیت وکړي."
پخوا تر دې د یوه بل ګوند مشر محمد محقق چې له حامد کرزي نه یې ملاتړ اعلان کړی هم ورته ادعا کړې وه.
هغه ویلی چې جمهور رئیس حامد کرزي ورسره د پنځو وزارتونو او ولاینونو ته د دوو ولسوالیو د ارتقا ورکولو ژمنه کړې.

که څه هم د محمد اکبری د څرګندونو په اړه تراوسه پورې د جمهوري ریاست مقاماتو څه نه دي ویلي، خو څو ورځې مخکې ولسمشر حامد کرزي د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې دا خبره رد او یا هم تایید نه کړه چې له محقق سره یې د امتیازاتو ورکولو ژمنه کړې.

حامد کرزي د یوې پوښتنې په ځواب کې کې وویل، چې په راتلونکې حکومت کې به هم ملي مشارکت په پام کې نیسي.
خو بل خوا د کرزي سیالان پر هغه تور لګوي چې د رایو د ګټلو لپاره له ګوندونو او اشخاصو سره پر ملي مسایلو معاملې کوي.

د دوشنبې په ورځ د وحدت ملي اسلامي ګوند له خوا په جوړې شوې غونډې کې ځینو برخه والو بیا له راتلونکو جمهور رئیس څخه وغوښتل چې له قومي، ژبنیو او نور تعصبونو نه لرې عمل وکړي.
یوه تن په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:
"زموږ غوښتنه داده، چې راتلونکی ولسمشر باید د اساسي قانون په اجرا او تطبیق کې دې هلې ځلې وکړي. زموږ راتلونکی ولسمشر باید له قومي، سمتي، نژادي، ژبنیو او نور هر ډول تعصبونو څخه چې د خلکو په منځ کې درزونه ډیروي، پاک وي."

په افغانستان کې اوس مهال د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره انتخاباتي کمپاېنونه روان دي.

په دغو منډو ترړو کې بیلابیل سیاسي ګوندونه او سازمانونه له یوه اوبل کاندید نه ملاتړ اعلانوي او خپل دریځ څرګندوي.