مايك مولن: د هلمند په عملياتو كې امريكايي ځواكونه كفايت كوي

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز وايي په هلمند ولایت کې په روانو پوځي عملیاتو کې د ښکېلو امريکايي ځواکونو شمېر کافي دی.

امير البحر مایک مولن چې له CBS ټلویزيوني چينل سره خبرې کولې وویل د دې لپاره چې د افغانستان د جنوب هغه سیمې چې پوځي عملیات په کې روان دي له طالبانو تصفیه او امریکايي عسکر په کې پاتې شي، کافي سرتېري شته، څو د بیارغونې چارې پیل شي.

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز، وویل موږ باید داسې یوه ټکي ته ورسېږو چې په دې سیمه کې امنیت وي څو له هغه وروسته خلکو ته اقتصادي مرستې ورسولای شو.

ده زیاته کړه موږ بايد داسې سیمه ایزه اداره جوړه کړو چې خلک وکولای شي د هغې په مرسته له حکومت نه خپلې اړتیاوې او خدمات ترلاسه کړي.

طالبانو په هلمند کې د خنجر په نوم په روانو عملیاتو کې د امريکايي قواوو په وړاندې ډېر مقاومت نه دی کړی، خو د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز خبرداری ورکړ چې په اوس وخت کې له پرمختګ سره سره به وروسته يوڅه بدې ورځې هم راشي.