فاطمي: قومي مشران د روغتيا كارونكو په خوشې كولو كې مرسته وكړي

د افغانستان د عامي روغتيا وزارت وايي چې هاغه دوه تنه روغتيايي كاركونكي چې وړمه ورځ د ناپيژند شوو وسلوالو لخوا تښتول شوي وه تر اوسه هم نه دي خوشي شوي.

د روغتيا وزير ډاكټر سيد محمد امين فاطمي ازادۍ راډيو سره په خپلو خبرو كې له قومي مشرانو او ديني عالمانو څخه وغوښتل چې ددغو روغتيايي كاركونكو په خوشې كېدو كې دې ورسره مرسته وكړي.

ښاغلي فاطمي زياته كړه روغتيايي كاركونكي كوم سياسي او ګوندي اهداف نه لري او يواځي د افغانانو د روغتيا په برخه كې د خلكو درملنه كوي.

فاطمي دا هم وويل چې تر دې مخكې هم چې كله روغتيايي كاركونكي تښتول شوي دي نو تښتونكو د دوى بې طرفي درك كړې ده او ډير ژر يې بېرته خوشي كړي دي څو خپله د دوى ميندو او كوچنيانو ته هم د ناروغي پر وخت درمل وركړي.