اروپايي ټولنې په ایران کې اعدامونه غندلي

اروپايي ټولنې، وروسته له دې چې د ایران حکومت شل تنه د مخدره موادو په قاچاق کې د لاس لرلو په تور اعدام کړل، په دې هېواد کې د اعدامونو وروستۍ لړۍ غندلې ده.

سویډن چې د اروپايي ټولنې دوره يي مشري کوي په یوه اعلامیه کې له ایراني چارواکو غوښتنه کړې ده چې د مرګ سزا په بشپړ ډول له مینځه یوسي.

د روانې اونۍ د پیل له اعدامونو سره سږکال په ایران کې لږترلږه ۱۶۱ کسان اعدام شوي دي. په ۲۰۰۸ کال کې په دې هېواد کې د اعدامونو شمېر ۲۴۶ تنه و.

سويډن د اروپايي ټولنې شپږمیاشتنۍ دوره يي مشري د چارشنبې په ورځ له چک جمهوریت څخه ترلاسه کړه.