په ټلويزيونونو كې انتخاباتي كمپاين څنګه روان دى؟

د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو كانديدان په خپلو انتخاباتي كمپاينونو او تبليغاتو اخته دي، دوى د نورو رسنيو تر څنګ له ټلويزيونو څخه هم ګټه اخلي.
خو له عامو خلو څخه ځینې يې انتقاد كوي چې دوى برېښنا نه لري او په ټلويزيونونو كې د كمپاينونو بهير نه شي څارلاى، ځينې نور وايي كانديدان په خپلو كمپاينونو او انتخاباتي اعلاناتو كې له داسې ژبې كار اخلي چې دوى ورڅخه لږ مفهوم اخيستلاى شي.

محدوديتونه:

په افغانستان كې لا هم داسې ستونزې شته چې خلك نه شي كولاى د دغو كانديدانو له پروګرامونو سم خبر شي.

د كابل ځينې اوسېدونكي چې له مركز څخه په لږ ليرې اوسېږي، دوى وايي برېښنا نه لري چې د ټلويزيون له لارې كانديدان ښه وپېژني او له پروګرامونو يې ځانونه خبر كړي. د كابل د ديارلسمې ناحيې اوسېدونكى كاشف وايي:

”موږ ټلويزيون نه شو كتلاى، ځكه برق نه لرو، دا اورو چې كمپاين روان دى، خو وينو يې نه چې كانديدان څنګه دي او څه پيغامونه لري؟“

د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت د معلوماتو پر اساس همدا اوس په افغانستان كې ديارلس خصوصي او دوه دولتي ټلويزيونونه فعاليت لري. اكثرو كانديدانو د كمپاين لپاره خصوصي ټلويزيونونو ته مخه كړې او په كې خپل پروګرامونه علانوي.

خلك دا شكايت هم كوي، د كانديدانو هغه اعلانونه او تبليغاتي پروګرامونه چې له ټلويزيونونو خپرېږي د دوى له سويې ډېر اوچت دي او نه په پوهېږي.

په كابل كې د سياسي چارو يو كارپوه احمد سعيدي په ټلويزيونونو كې روان تبليغاتي كمپاينونه ګټور نه ګڼي، دى وايي يو خو يوازې تمركز پر كابل شوى او بله دا چې په دغو پروګرامونو او اعلانونو كې داسې ژبه كارول كېږي چې عام خلك نه په پوهېږي:

”دغه تبليغات يوازې د كابل خلكو ته دي، هغه هم داسې تبليغات روان دي چې سړى فكر كوي اكاډميسينان يا يې استازي ناست دي او كانديدان ورته تبليغ كوي، هغه رسنۍ چې تبليغ په كې كېږي سرتاسري نه دي، بله خبره دا ده چې داسې لهجه كارول كېږي چې خلك نه په پوهېږي، بايد د ملا امامانو، ښوونځيو او مشرانو په مرسته دغه ډول تبليغات وشي.“

د ښاغلي سعيدي دا خبره د انتخاباتو خپلواك كميسيون چارواكي هم نه ردوي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون د رسنيو د څانګې مشر صديق الله توحيدي وايي اكثره خصوصي ټلويزيونونه د خبريالۍ اصولو ته درناوى نه ساتي، يا هم د يوه كانديد په ملاتړ خپرونې كوي.

نوموړي وويل اكثره كانديدان په خپلو كمپاينونو كې تر حد زيات مصارف كوي او دا ښه كار نه دى.

توحيدي وايي زيات افغانان په كليو كې اوسېږي، خو په انتخاباتي سياليو كې برابر حق نه دى وركړل شوى:

”زيات افغانان په ولسواليو او ليرې پرتو كليو كې اوسېږي، دوى هم حق لري د انتخاباتو په اړه پوه شي او خبرتيا ترلاسه كړي، دوى هم د نورو خلكو په څېر حق لري په ټاكنو كې ګډون وكړي، زما په نظر د ټلويزيونونو په نسبت راډيوګانې موثر رول لري.“

د انتخاباتو خپلواك كميسيون د رسنيو د څانګې مشر زياته كړه اكثره كانديدان چې كوم مشخص او كره پروګرام نه لري په خپلو تبليغاتو او كمپاينونو كې له پېچلو الفاظو او اوچتو ادبياتو كار اخلي.

د راروانو انتخاباتو لپاره کمپاين د جوزا پر ٢٦مه په رسمي ډول پيل شو، چې تر انتخاباتو ٤٨ ساعته مخکې به پايته رسېږي.

په افغانستان كې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو انتخابات د زمري يا اسد پر ۲۹مه كېږي چې د جمهوري رياست ۴۱ او د ولايتي شوراګانو په سلګونو كانديدان په انتخاباتي سياليو بوخت دي.