د امریکا د ولسمشر ومرستیال جوباېډن ژمنه وکړه چې، د دوه زره یولسم کال تر پایه به ټول امریکایي سرتېري له عراق څخه ووځي.
نوموړي چې، په عراق کې د خپل پوځ د ملاتړ او عراقي مقاماتو په کتنه بوخت دی، نن په بغداد کې وویل:
زمونږ ځواکونه به راتلونکي اوړي عراق خوشې کړي.
د امریکا د جمهوررییس مرستیال جو بایدن بغداد ته د خپل سفر په لړ کې له عراقي مشرانوڅخه وغوښتل چې د عراقي ډلو د ملي پخلاینې په کار کي دي نورې هڅې هم وکړي .
جوبایدن چې د عراق له صدراعظم نوري المالکي سره یې په ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل: متحد ایالات حاضر دی چې د سیاسي اختلافاتو د هوارۍ په دي سخت کار کي له عراقیانو سره مرسته وکړي .
بایډن زیاته کړه:
عراق، سولي او ثبات ته د رسیدو په مقصد سخته لارپه مخکي لري.
له بلي خوا د شیعه ګانو د مذهبي مشر مقتدا الصدر پلویان د جمعې په ورځ د صدر په ښار کې راټول شوي وو ، دبایډن د سفر پر ضد یې مظاهره وکړه او د امریکا پرضد یې شعاونه ورکول .