د شنبې پر مازيګر څلورنيمې بجې د هلمند په لښكرګاه ښار كې يو ځان وژونکی بريد وشو.
د هلمند امنيه قوماندان سمونوال اسد الله شېرزاد په سيمه كې د ازادۍ راډيو خبريال ته وويل، بريد كوونكى په يوه كرولا ډوله موټر كې سپور، چې هدف يې يوه امنيتي خصوصي كمپني ده.
شېرزاد وويل په چاودنه كې د دې شركت يو ساتونكى ووژل شو او پنځه نور ټپيان شول، په چاودنه كې د دې كمپنۍ اته موټرونه ويجاړ شوي دي.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.
بلخوا په كندهار كې د ماين چاودنې اووه پوليس ووژل .
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي چاودنه نن سهار په رېګستان ولسوالۍ كې د پوليسو پر يوه موټر وشوه، چې د اوو پوليسو د وژل كېدو تر څنګ دوه پوليس ټپيان شول.
د دولت كوم مخالف لوري د دې چاودنې په اړه تبصره نه ده كړې.