د ملګرو ملتونو عمومي منشی بانکي مون، نن میانمار ته ورسېد. دنوموړی هڅه کوي ددغه هېواد د پوځي حکومت مشر قانع کړي چې، د یوې ډموکراسۍ پلوې مشرې اونګ سان سوچي په شمول سیاسي بندیان خوشې کړي.
ټاکل شوې ده چې بانکي مون به د میانمار له پوځي مشر تان شوا سره خبرې وکړي خو، لا څرګنده نه ده چې، نوموړي ته به د حکومت له مخالفې دموکراسۍ پلوې مشرې سره د خبرو اجازه ورکړل شي؟
د میانمار مرکز یانوګون ته د بانکي مون له رسېدو سره سم ددې هېواد یوې محکمې د سان سوچي محاکمه د جولای لسمې نېټې ته وځنډوله.
د نوبل جاېزې ګټونکې سان سوچي، له دوولسیزو څخه زیات وخت په زندان اویا نظر بند کې تېر کړی دی.