په شمالي وزیرستان کې د طالبانو پرمرکز د بې پېلوټې الوتکې برید

د پاکستان امنیتي مقامات وایي، یوې مشکوکې امریکایي بې پیلوټه الوتکې نن سهار د افغانستان پولې ته نژدې په شمالي وزیرستان کې د بمبارېو په ترڅ کې، شاوخوا یوولس تنه ووژل.
امنیتي مقامات زیاتوي، تو غندېو په جنوبي وزیرستان کې دبیت الله مسعود د ډلې وسله وال په نښه کړي وو.

دغه حمله په داسې حال کې کېږي چې، پاکستاني ځواکونه پرله پسې توګه په سیمه کې، د بیت الله مسعود پر ضد پراخ عملیات کوي.
د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له حملې څخه یوه ورځ وړاندې امریکایي سمندرې پلي ځواکونو په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو پر ضد پراخ عملیات پېل کړل.