یو شمیر محصلانو د کرزي ملاتړ اعلان کړ

د كابل پوهنتون يوشمېر محصلينو په راتلونكو انتخاباتو كې د ولسمشر حامد كرزي له كانديدۍ خپل ملاتړ اعلان كړ. او هغه يې د ولسمشرۍ د څوکۍ وړ کاندید وباله.
دوى ويل چې په تېرو پنځو كلونو كې د بيارغونې، پوهنې، سياسي پرمختګونو او نورو برخو كې زيات پرمختګ شوى، د غونډې ګډونوالو ښاغلى كرزى د جمهوري رياست لپاره وړ كانديد وباله.

دغه پوهنتون د بېلابېلو پوهنځېوڅخه د راغلو محصلينو ويل چې په راتلونكو انتخاباتو كې د ولسمشر حامد كرزي ملاتړ كوي او نور به هم وهڅوي چې خپلې رايې كرزي ته وركړي.

د دې غونډې د جوړوونكي نجيب جويا له خوا غونډې ته رالېږل شوى پيغام د محمد ياسين له خوا ولوستل شو.
"نننى محفل د حامد كرزي د ملاتړ لپاره جوړ شوى، موږ يې د جمهوري رياست لپاره له كانديدۍ ملاتړ كوو."

په دې پيغام كې راغلي وه چې په تېرو پنځو كلونو كې افغانستان د بيارغونې، ارتباطاتو، پوهنې او اقتصاد په برخه كې زياتې لاسته راوړنې درلودې او په ۹۰ هېوادونو كې د افغانستان سياسي نمايندګۍ پرانيستل شوې.

د راروانو انتخاباتو لپاره کمپاېن د غبرګولي يا جوزا پرشپږوېشتمه په رسمي ډول پيل شوه، چې تر انتخاباتواته څلوېښت ساعته مخکې به پاى مومي.

كانديدان د دې لپاره چې خلك يې د پروګرامونو او پلانونو ملاتړ وكړي، په بېلابېلو ولايتونو او ولسواليو كې خلكو ته ويناوې كوي، په ځينو سيمو كې د كانديانو په ملاتړ غونډې جوړېږي او خلكو ته بلنه وركول كېږي، چې ملاتړ يې وكړي.