له هرات څخه راسيدلي خبرونه وايي چې په تيرو ۲۴ ساعتونو كې د دغه ولايت په دوو ولسواليو كې د مخالفينو په بريدونو كې دوه پوليس وژل شوي او پينځه كسه ټپيان دي .
د هرات ولايت د امنيه قومندانۍ وياند ازادۍ راډيو ته ويلي چې دغه پيښې د هرات ولايت په دوو بيلابيلو ولسواليو رباط سنګي او غوريانو كې شوې دي .
خو طالبانو ويلي چې دوى يوازې په رباط سنګي ولسوالۍ كې ۷ كسه پوليس وژلي ، څلور يې ژوندي نيولې او د دوى درې رينجر موټرې يې هم له ځانه سره بيولې دي .
سيميزو چارواكو دا ادعاوې رد كړې دي .