د قومونو د همغږۍ ملي غورځنګ په نوم یوه سازمان د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتوكې له کاندید حامد کرزي نه ملاتړ اعلان کړ.
ددغه سازمان ريس عبدالعلي سراج او ځینې غړو نن له حامد کرزي سره وکتل او هغه یې د جمهوري ریاست د پوست لپاره مناسب شخص وباله.
بل خوا په کابل کې د جمهوري ریاست د یوه بل كانديد میرویس یاسيني په ملاتړ هم غونډه جوړه شوه.
د میرویس یاسیني د کمپاین د دفتر له خوا په خپره شوې اعلامیې کې ویل شوي دي، چې د میرویس یاسیني په ملاتړ په دغې غونډه کې د یو شمیر مدني ټولنو، د ملالۍ زیږنتون د روغتون د کابل د یو شمیر ښوونځیو استازیو ګډون کړی وو.