د ملي متحدې شورا په نوم ډلې د ډاکتر عبدالله ملاتړ اعلان کړ

د افغانستان د متحدې ملې شورا یو شمیر غړیو د ولسمشرۍ په راتلونکیو انتخاباتو کې د ډاكټر عبدالله څخه خپل ملاتړ اعلان کړ خو د همدې شورا ځینې نور غړي بیا دا پریکړه نه مني.

د افغانستان د ملي متحدې شورا دوريي ريس حفيظ منصور د سې شنبې په ورځ په كابل كې په يوې غونډه كې په رسمي ډول د ولسمشرۍ له کاندید عبدالله عبدالله څخه د متحدې شورا ملاتړ اعلان كړ:

"د افغانستان د ملې متحدې شورا د اجرايوي كميټې د غړو په استازيتوب دا د خوشحالۍ ځاى ګڼم چې د ملي شورا ټول غړي په انتخاباتو كې د يو واحد كانديد په ملاتړ سره سلا شول،نن كه له يوې خوا مونږ ته د ولسمشرۍ په راتلونكو انتخاباتو كې د عبدالله عبدالله د راتلونكو پروګرامونو نه د ملاتړ فرصت برابر شوى،بل خوا دا د ملي متحدې شورا لپاره د جشن ورځ هم ده."

ښاغلى منصور ووېل چې ډاكټر عبدالله دوي ته ليكلى سند وركړى چې د دوى له اهدافو څخه به ملاتړ كوي چې د ده په وينا دغه ليكلى سند به رسنيو ته وسپاري.

د افغانستان د راتلونكې ولسمشرۍ لپاره كانديد ډاكټر عبدالله عبدالله هم په دغه غونډه كې د ملې متحدې شورا د ملاتړ نه د مننې په څرګندولو سره د دې شورا برياوې او د افغانستان په اوسني سياسي وضيعت كې د دې شورا اغيزمنتوب وستايه او ويې ويل چې د ولسمشر په توګه د انتخاب په صورت كې به د افغانستان د راتلونكې پروګرامونو ته د عمل جامه ور واغوندي .

خو د افغانستان د ملي شورا د اجرايه كميټې يو شمير نور غړي بيا د شورا دغه دريځ د ټولو غړو د منلو وړ نه بولي وايي چې دا دې شورا پورې تړل يوازې د يوې ډلې غوښتنه ده .

د ملې متحدې شورا د اجرايوي كميټې غړي احمد ضيا رفعت ازادۍ راډيو ته وويل چې دا د دې شورا د كړنلارې د څوارلسمې مادې نه ښكاره سر غړونه ده نو ځكه دوى ته د منلو وړ نه ده:

" نن چې د ملې متحدې شورا په نامه د ولسمشرۍ د كانديد ډاكټر عبدالله عبدالله څخه ملا تړ وشو دا د دې شورا د يو شمير غړو د نظر ښكارندوی كوي،ځكه د دې شورا د كړنلارې په څوارلسمه ماده كې راغلي چې مهمې پريكړې به د اجرايوي كميټې د غړو په اكثريت راېو اخيستلو سره كيږي نو دا چې دا پريكړه د اكثريتو د راېو په اساس نه ده شوې د اعتبار وړ نه ده."

د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره د راتلونكو انتخاباتو په درشل كې د يو كانديد نه د ملا تړ پر مهال د اكثرو ګوندونو او شوراګانو په جوړښت كې درزونه پيدا شوي،چې هرې ډلې بيا په جلا توګه د خپلې خوښې ديو كانديد ملاتړ څرګند كړى دى.

راپور : اجمل تورمان