د زابل د امنيت امر جيلاني خان فراهي له يوه مرګوني بريد څخه نن سهار روغ رمټ ووته.
د زابل د امنې قومندان عبدالرحمن سرجنګ وايي چې په پيښه كې درې ملكي وګړي ژوبل شوي دي.
ده زياته كړه چې د پيښې په اړه پلټنې روانې دي او تر دې مهال چا د پيښې مسوليت هم په غاړه نه دى اخيستى.
بلخوا تيره ورځ مازديګر مهال د غزني په اندړ ولسوالۍ كې د ايتلافي ځواكونو په يوه لوژيستيكي كاروان بريد شوى.
د اندړو ولسوال محمد حسن سراجي ازادۍ راډيو ته وويل چې په دغه بريد كې يو افغان ساتونكى وژل شوى او دوه نور ژوبل شوي دي.
خو طالبان د شپږو سرتيرو د وژلو ادعا كوي چې دولت يې نه مني.