څوک ولسمشر؟

په مطلب کې راغلي دي چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر باید نه یوازې د یوه قومي اکثریت استازی او یا د نړيوالې ټولنې د خوښې رهبر وي، بلکې باید داسې یو سیاستمدار وي چې د مخ په خرابېدو وضعیت مخه ونیولای شي.

پاتريسیا للوند لیکي: د افغانستان راتلونکي ولسمشر باید داسې څوک وي چې له فساد سره مبارزه وکړای شي، ولایتي ادارو او پارلمان ته پراخ صلاحیتونه ورکړي او افغانانو ته امید بخښونکی وي.

لیکواله زیاتوي: دا مهمه نه ده چې داسې يو ولسمشر پښتون دی، که تاجیک، هزاره او یا ازبک. دا وايي چې د افغانستان د یموکراتانو ته به تر ټولو مهمه دا وي چې راتلونکی ولسمشر يو افغان وي.

پاتريسیا للوند چې د افغانستان په انتخاباتو کې د انتخاب شویو مېرمنو د ټولنې په نوم د فرانسوۍ موسسې مشره ده لیکي: موږ په واروار دا خبرې اورو چې هېڅوک د ولسمشر حامدکرزي ځای نشي نیولای، خو د دې په وینا دا افغانانو ته سپکاوی دی. ځکه افغانان له کمزورې دولتي ادارې او فساد څخه پوزې ته راغلي او هغوی چې په واک کې دي، پخپله په دې کې دخيل دي.

مېرمن للوند زیاتوي: چې کله به د کوم تنظيمي قوماندان جدي یادونه کېده، نړيوالې ټولنې به نارې سورې پیل کړې خو دا ځل چې کرزي مارشال فهیم په انتخاباتو کې د خپل کانديد ملګري په توګه غوره کړی نو نړيواله ټولنه ملګرتیا ورسره کوي، په داسې حال کې چې باید هېر نکړو چې مارشال فهیم له اداری فساد سره د اړیکو په تور له حکومته وتلو ته اړوت.

مطلب زیاتوي کرزي مارشال فهیم ځکه غوره کړی چې له دې سره په متحده جبهه کې نفاق واچوي. د لیکوالې په وینا متحده جبهه د هغو وړو ډلو ائتلاف دی چې د شمالي ټلوالې تر نامه لاندې يې طالبان راوپرزول او مشران يې تنظيمي قوماندانان او هغه ژمن ډیموکراتان دي چې په اسلام کې اعتدال غواړي، هسې چې د مېرمن للوند په وینا، قوماندان احمدشاه مسعود و.

مېرمن للوند وړاندې ليکي خو افغانان نورنو د نفاق لپاره د سیاستوالو تکتیکونه نه غواړي.

پاتريشیا للوند د مطلب په يوه بله برخه کې لیکي چې د ډیموکراسۍ هغې بڼې ته باید درناوی وشي چې خپله افغانان يې غواړي او دا هغه ډیموکراسي ده چې د افغانانو د کلتور پربنسټ او په عین حال کې د پخوانيو پلیدیو تصفیه ورسره وي. خو دا زیاتوي په دې ډيموکراسۍ کې باید بشري حقونو، په تېره د ښځو حقونو ته درناوی شامل وي.

دا فرانسوۍ مېرمن په خپل مطلب کې لیکي: موږ باید له طالبانو سره پر خبرواترو ډېر ټينګار ونکړو. خو باید پر هغو کسانو هم د طالب ټاپه ونه وهو چې په تېرو څو کلونو کې يې په افغانستان کې د سختې بېوزلۍ له وجې، او د پيسو په بدل کې، له طالبانو سره اوږه په اوږه جګړه کړې ده.

لیکواله زیاتوي: که افغانان پر خپل حکومت اعتماد ترلاسه کړي، نو طالبان به په يوه بې ارتباطه نندارچي بدل شي او د دوی وسله وال پلویان به خپلې وسلې ليرې وغورځوي.

پاتریشیا للوند په پای کې لیکي: د انتخاباتو ګټونکی چې هرڅوک وي يوازې شفاف اوعادلانه انتخابات يې مشرتابه ته مشروعیت ورکولای شي، خو که داسې ونشي، نو لیکواله پوښتنه کوي بیا نو په افغانستان کې زموږ د اوږدې جګړې هدف څه دی؟