ښاغلي احمدزي ووېل په تېروڅوكلونوكې د هيواد د ښځوژوند ته توجه نه ده شوې،او كه دى په انتخاباتوكې برېالې شي،ښځوته به په سېاسي،فرهنګي او ټولنيزو چاروكې پوره برخه وركړي .
د افغانستان د جمهوري رياست راتلونكوانتخاباتوته كانديد اشرف غني احمدزي،په كابل كې د ښځو څو ټولنو ته دده راتلونكې پروګرامونه تشريح كړل اوويې ووېل،كه دى د جمهوري رياست په راتلونكو انتخاباتو كې بريالی شي د هيواد ښځو ته به د نارينه و په څير په ټولو دولتي ارګانونو،فرهنګي،سياسي اوټولنيزو چارو كې پوره برخه وركړي:
" زما پروګرام د خوېندولپاره اوه برخې لري، په دې كې د دوى زده كړې ، كارموندل،روغتيا،په دولتي ارګانونوكې برخه وركول،پوليسي اوقضايې څانګو كې ددوی د فعاليتونوډېريدل،ددوى د اقتصادي ستونزو اوارول،او ددوى د جاېدادونو بيرته وركول شامل دي،اوهمدارنګه ښځوته باېد يو ځانګړى ښځينه پوهنتون جوړشي."
ډاكټراشرف غني احمدزي وويل،له كابو ديرشو كلونو راهيسې،د هيواد ښځې له زور زياتي سره مخ دي،او د ژوند د هرې ناخوالې قرباني شوي دي .
ده په اوسني دولتي نظام نيوكه وكړه اوويې ويل،سره له دې چې د دولت مربوط ارګانونه،د ښځود ژوند د ښه والي خبري كوي،خو بياهم د افغان مېرمنو په ژوند كي كوم مثبت بدلون رامنځ ته نه شو، او زور زېاتي ورسره د پخوا په شان جاري دي.
په دې هكله سلما الكوزى د ازادۍ راډيوته وويل :
" ښځو ډېرى ستونزې ليدلي،د زده كړو زمينه ورته برابره نه ده ، حقونه يې ترپښو لاندې كيږي،په لرى پرتوسيموكې ورسره د حېواناتوغوندې چلند كيږي،زما له راتلونكې ولسمشر څخه هيله ده چې دهيواد د ښځوژوند ته پوره پاملرنه وكړي."
د افغانستان د جمهوري رياست انتخاباتوته څلويښت اود ولايتي شوراګانو انتخاباتو ته څه باندې درې زرو تنوځانونه كانديد كړي،د دوی انتخاباتي كمپاينونه د جوزا په دوه ويشتمه نيټه پېل شوې او دوه مياشتې به دوام وكړي.
خو د افغانان وايې،ټولو كانديدانو د كاغذ پرمخ ډېرې ښكلي موضوعګانې ليكلي او ډير ښه يې بيانوي خوهغه چې بريالى كيږي ترې هيله ده چې ، په خپلو ژمنو عمل وكړي اوداسې نه چې رايي وركونكي د خپلې رايې په وركړې پښېمانه شي.