ډاكټر عبدالله وايي که ولسمشر ریاستي نظام به پارلماني کړي

عبدالله عبدالله د یکشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل دې به د لويې جرګې له لارې اوسنی ریاستي نظام پر پالماني بدل کړي .

د افغانستان جمهوري رياست ته كانديد ډاكټر عبدالله عبدالله همدا راز له جمهور ريس حامد كرزي څخه مننه وكړه چه له ده سره په يوې تلويزيوني مناظرې كې گډون كوي.

ډاكټر عبدالله يوځل بيا د افغانستان د حكومتي سیستم پر بدلون باندې ټینګار وكړ او زياته يې كړه چې دا د افغانانو حق دی چې د خپل راتلونكي نظام جوړښت خپله وټاكي.

ډاكټر عبدالله وويل چې دوی غواړي د افغانستان رياستي سيستم په پارلماني واړوي او دا به د لويې جرګې له لارې عملي كړي:

"دا د افغانستان د خلكو تصميم دی د افغانستان نظام باید دافغانستان د خلكو په اراده ولاړ وي .او هغه نظام باېد په افغانستان كي رامنځ ته شي چې د خلكو ارزو ګانې پوره کړي.

عبدالله وايي که ولس مشر شي خلکو ته به زمینه برابره کړي چې والیان او ښاروالان خپله وټاکي.


دا کار له یوې قانوني لارې څخه ممکن دی او هغه په دې اړه د لویې جرګې دایرول دي په دې جرګې کې به د افغانستان خلکو ته دا فرصت برابر شي چې د خپل راتلونکې نظام د ډول په اړه پریکړه وکړي . زه باور لرم چې د افغانستان خلک یو اساسي بدلون غواړي . او هغه بدلون د نظام د ډول په بدلولو راځي . "

نوموړې وړاندې وويل چې كه دې بريالي شي نو دده په دوره كې بايد واليان او ښاروالان د خلكو په رايو باندې وټاكل شي او يوازې د يوه كس له خوا به يې د ټاكلو واك له منځه ولاړشي.

عبدالله دغه راز د جمهوري رياست په راتلونكو انتخاباتو كې د شفافيت پر موضوع ټينګار وكړ او زياته يې كړه چې نړيوالې ټولنې ورسره ژمنه كړې چې په افغانستان كې يوازې د يوهكانديد ملاتړ نه كوي.

تر ده یوه ورځ مخکې ولسمشرکرزي پر بهرنیانو غږ کړی و چې د افغانستان په انتخاباتو کې دې لاس وهنه نه کوي .

دا مهال په ټول افغانستان كې د جمهوري رياست د څلوېښتو كانديدانو ترمنځ انتخاباتي سيالۍ پر مخ روانې دي او ځينې كانديدان په انتخاباتو كې د ممكنه درغلېو په اړه انديښنه لري خو د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكي وايي چې دوی په انتخاباتو كې د هر راز درغليو د مخنيوي لپاره لازم تدابير نيولي دي.