احمدي نژاد وايي لویدیځ سره به قاطع لاره خپله کړي

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد وايي د هغه څه په سر به چې نوموړي په انتخاباتو کې د لویدیځ لاس وهنه وبلله له لویدیځ سره نور جدي او قاطع لاره خپله کړي .

نوموړي دا خبرې وروسته له هغې کړي چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ایران کې هغه اعتراض کونکي وستایل کومو چې د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتایجو پر ضد چې احمدي نژاد يې ګټونکی اعلان شوی و مظاهرې وکړې .

په عین حال کې ماتې خوړلي کاندید میر حسین موسوي د ایراني چارواکو له خوا د رایو د یوې برخې د شمېرنې خبره رد کړې او د ټولو رایو د بیا شمېرنې لپاره يې خپله غوښتنه تکرار کړې ده .

بل ماتې خوړلي کاندید مهدي کروبي د جون د دولسمې نېټې په انتخاباتو کې د شویو بې نظمیو د څېړنې په اړه د یوې خپلواکې محکمې د جوړیدو غوښتنه کړې ده .