د بشري حقونو څارونکې ډلې یا هیومن رایټس واچ پرون وویل چې د ایران د رضاکارو ملېشه یا بسیج د دې لپاره چې د شپې په مخه د کورونو له بامونو څخه د حکومت پرضد د خلکو د احتجاجي شعارونومخه ونیسي د هغوی پرکورونو حملې کوي .
د بشري حقونو څارونکې ډله چې مرکز یې په نیویارک کې دی ، وايي دا حکومتي ملېشه همداراز د خلکو له کورونو دېش انتنونه ټولوي چې خلک بهرنۍ خبري خپرونې ونه ویني .
د ایران د جون د دولسمې نېټې د انتخاباتو پرنتیجود ایرانیانو له پراخو اعتراضونو وروسته ، د ایران چارواکوپرلوېدیځو رسنیو تور پورې کړ چې په دغه هیواد کې اعتراضونو ته لمن وهي .