د نړی د اتو سترو صنعتي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو نن پاکستان د سخت دریځووسلوالو په وړاندې د جګړې په خاطر وستایه.
د بهرنیو چارو وزیرانو د ایټالیا د تریستي په ښار کې په غونډ ه کې د یوې اعلامیي په خپرولو سره په دې موافقه کړې چې دوی د سخت دریځو وسلوالو پرضد د پاکستان د قاطع اقداماتو ملاتړ کوي.
دغو وزیرانو دا اعلامیه د افغانسنان او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره له غونډې وروسته خپره کړې ده.
ټاکل شوې ده چې د اتو سترو صنعتي هیوادونو یا جی اتو د ډلې غونډه چې په کې بریتانیا، کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان روسیه او امریکا شامل دي نن پای ته ورسیږي. دا غونډه د تیرې پنجشنبې په ورځ پیل شوې وه.