المالیکي وايي، عراق کې د حاکمیت د ټینګیدو یوه نوې پړاو ته ننوتي یوو

د عراق صدراعظم نوري المالیکي وایي د عراق له ښارونو څخه د جون تر پایه د امریکایي ځواکونو وتل ښیي چې عراقی ځواکونه وروستیو شخړو ته په پام سره کولی شي په خپله امنیتي چارې سمبالې کړیي.

المالیکي وویل موږ په عراق کې د حاکمیت د ټینګیدو یوه نوې پړاو ته ننوتي یو.

روانه اونۍ په بغداد او شمالي ښار کیرکوک کې په دو قوی بمي چاودنو کې څه باندې یوسلو پنځوس کسان ووژل شول.

امریکایي او عراقي چارواکو خبرداری ورکړی چې له ښارونو څخه د امریکایي پوځیانو په وتو سره به حملې زیاتې شي او همداراز به راتلونکې جنورۍ کې چې بیا پارلماني انتخابات ترسره کیږي تاوتریخوالی زیات شي.