د مایکل جکس ن په مرګ کې د چا د لاس لرلو نښې نه دي موندل شوي

د امریکا په لاس انجلس ښار کي د عدلي طب کارکوونکي وایي د مشهور سندرغاړي مایکل جکسن په مړینې کې د قتل او کومې غلطي پیښې نښې نه دي میندل شوي.

د عدلي طب ویاند کریګ هاروي وایي د مایکل جکسن د مړینې د علتونو معلومولو لپاره به دده په مړي باندې د عدلي طب معایني، د څلورو او شپږو اونیو تر منځ وخت ونیسي.

هاري وایي کومو څیړونکو چې د جمعي په ورځ یې د جکسن په مړي عدلي معاینې کړي ، د کوم زخم او یا ضربې علامې یې نه دي میندلي.

د پنجشنبې په ورځ ددغه مشهور سندرغاړي د مړیني د خبر په خپریدو سره سم د هغه د درد ضد درملود استعمال اوازې هم خپرې شوې وې .

مایکل جګسن د پنجشنبې په ورځ په لاس انجلس کي په خپل کرایي کور کې یو ناڅاپه وغورځید او سمدستي روغتون ته ورسول شو خوڅو شیبې وورسته د زړه د دریدو له وجي مړ شو.

مایکل جکسن د موسیقۍ په ستر ډګر کې یو وتلي او ځلانده ستوری و او د سندرو شاوخوا ۷۵۰ میلونه کاپیانې یي پلورل شوي دي. د ۱۹۸۰ کال البوم یي چي د سندرو په ډیر قوت او د نڅا په حیرانونکو صحنو یی ښکلی کړی و، ډیر مشهور او له حده زیات پلورل شوی و.