د زابل ولایت په شارصفا ولسوالۍ کې افغان او ایتلافي ځواکونو ګډ پوځي عملیات پیل کړي دي.
د زابل د امنیت امر جیلاني خان فراهي وایي ، عملیات وروسته له هغې پیل شول چې د جمعي په شپه وسلوالو د ښار صفا په ولسوالۍ کې د افغان او نړیوالو ځواکونو په ګډې اډې ډزې وکړې.
په ځوابیه ډزو کې وسلوال په شا وتنبیدل او ورسته تعقیب شول.
له بلې خوا د طالبانو ویاند قاري یوسف وایي د ایتلافي او افغان ځواکونو په ګډ مرکز باندې د حملي پر مهال یې درې تنه بهرني عسکر وژلي او اته تنه افغان سرتیري یې ټپيان کړي دي.