اتو سترو صنعتي هېوادونو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د اتو سترو صنعتي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د ایټالیا په شمال ختیځ ښار تریستي کي جرګه شوي ، او د جمعي په ورځ یي د افغانستان او سیمې د هیوادونو د حالاتو او ستونزو په اړه بحثونه وکړل.

د اتو سترو صنعتي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د جمعې د ورځې په غونډې کې په افغانستان کې د اداري فساد په ستونزي او په دې هیواد کې د اوبو د کمښت په شمول د اساسي خدمتونو د نشتوالي په اړه هم بحثونه وکړل.

وزیرانو دا هم وویل په افغانستان کې د ثبات لپاره د سیمې د هیوادونو همکاري ضروري ده.