د پيوند ملي ګوند د حامد كرزي ملاتړ اعلان كړ

د افغانستان د پیوند ملي ګوند په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې چې په زرګونو خلکو په کې ګډون کړی وو، د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې له حامد کرزی نه ملاتړ اعلان کړ.
د دغه ګوند رئیس سید منصور نادري غونډې ته په وینا کې حامد کرزی د جمهوري ریاست د څوکۍ لپاره یو مناسب شخص وباله او ویې ویل په باور یې حامد کرزی کولای شي په هېواد کې ملي یووالی او عدالت تامین کړي:

"په هېواد کې د یوې سالمې او قانونمندې ادارې د لا پیاوړتیا، د سراسري ثبات او د ملی یووالي د تامین لپاره، پیوند ملي ګوند په دغو حساسو شرایطو کې جمهور رئیس حامد کرزی یو مناسب شخص بولي او د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ترینه ملاتړ کوي."

غونډې ته مارشال قسیم فهیم چې جمهور رئیس حامد کرزی په راتلونکو انتخاباتو کې خپل لومړی مرستیال نومولی دی هم وینا وکړ. هغه وویل:

"د ګاونډیتوب او سیمه یېزو روابطو له پلوه موږ په دې باور یو چې له ګاونډیو سره ښه ګاونډیتوب ولرو، همکاري ورسره ولرو.

نن افغانستان او هم ګاونډي هېوادونه یې د تروریزم په اور کې سوزي. موږ باید له خپلو ګاونډیو سره لاس ورکړو چې دغه بلا مهاره کړو."


د افغانستان د جمهوري ریاست د زمري د میاشتې د ۲۹ نیټې انتخاباتو ته یوڅلویښت تنه کاندیدان دي.

په دغو انتخاباتو کې ډاکتر اشرف غني احمدزی او ډاکتر عبدالله عبدالله د جمهور رئیس حامدکرزي له اصلي سیالانو څخه ګنل کیږي.