د ښځو د شبکې استازو له ډاکتر عبدالله سره وکتل

د افغانستان د جمهوري رياست يوه كانديد ډاكټرعبدالله عبدالله د افغاني ښځو له شبكې سره وكتل او په انتخاباتو كې يې د برياليتوب په صورت كې د هغوی د ستونزو د حل ژمنه وكړه.
له بيلابيلوارګانونو څخه لسګونوتنو ښځود جمهوري رياست له كانديد ډاكټرعبدالله سره وكتل اود خپلوغوښتنو يو ليك يې هغه ته وسپاره.

په دې ليك كې راغلي وو چې ښځې دا مهال په افغانستان كې له ډيروستونزو سره مخامخ دي او بايد چې د هغوى د ستونزو د حل لپاره لازمه هڅه وشي.
ډاکتر عبدالله وايي که ولسمشر شي د ښځو مسلو ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.


د افغاني ښځو د شبكې يوې مسوولې ملكې قانع د پنجشنبې په ورځ وويل چې د راتلونكې حكومت په تشكيلاتو كې باېد په سلو كې ديرش ونډه ښځوته وركړې شي.

نوموړې څرګنده كړه چې په راتلونكې كې به دوى د جمهوري رياست له نورو كانديدانو سره هم ليده كاته وكړي:
"د افغاني ښځوشبكه به دجمهوري رياست له ټولوكانديدانوسره وګوري،دښځوغوښتنې به هغوى ته ورسوي اوپه دې به ځان پوه كړي چې ښاغلي كانديدان دښځودژوند دښه كولولپاره كوم مشخص پلانونه عملي كوي."

د افغاني ښځود شبكې يوې بلې مسولې څرګنده كړه چې دوى په پام كې لري ترڅو ډير ژر له جمهور رييس حامد كرزي او د جمهوري رياست له كانديد ډاكټراشرف غني احمدزي سره هم وګوري.

دغو ښځووويل داځل چې دوى د جمهوري رياست له كانديدانو سره ګوري له هغوى څخه غواړې چې ژمنې يې ديوه سند پراساس وي اوپه سند كې د كانديدانولاسليكونه هم موجود وي.

د جمهوري رياست كانديد ډاكټرعبدالله وويل چې ددې ليك له لوستلوڅخه وروسته به په دې اړه خپل نظرڅرګند كړ خو ده ژمنه وكړه چې د ښځواو ټولوخلكو لپاره به لازم فرصتونه برابركړي:
" كومه ژمنه چې زه يې نه يوازې له ښځوسره بلكه له ټولوخلكوسره كوم ،بايد د ټولنې نيمايي برخې ته دودې اوپرمختګ زمينه مساعده شي،ټولنې اواشخاص هم بايد په بيلابيلوبرخوكې خپل انتخاب ولري، په افغانستان كې د ښځو د پرمختګ لپاره ديوه سالم چاپيريال رامنځ ته كول د هرنظام مسووليت دى اوزه هم په دې ځان ژمن بولم ."

د افغانستان د جمهوري رياست په راتلونكوانتخاباتو كې ټول كانديدان وايي چې د خلكو په خاص ډول د ښځو اقتصادي او ټولنيزوپرمختګونو دهغوى په كاري لومړيتوبونوكې دي اوهڅه به وكړي چې په تصاميمواوپريكړوكې دښځوبرخه زياته كړي.

د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانود كانديدانوانتخاباتي مبارزې له تيرو نژدې دوو اونيوراهيسې پيل شوي اوهركانديد هڅه كوي چې د خپلوكاري پلانونو په بيانولوسره د خلكو پام ځانته واړوي.

له بيلابيلوارګانونواو د ښځو له ټولنوسره د جمهوري رياست د كانديدانودغه ډول خبرې آترې د هغوى د انتخاباتي كمپاين يوه برخه ده اوهركانديد كوښښ كوي چې دغه ډول غونډې جوړې او د مختلفواقشارو ملاتړترلاسه كړي.