د ولسمشرۍ د څوکۍ یو شمیر کاندیدان اندېښمن دي

د کاندیدانو د ګډوهڅو شورا ویاند ښاغلی بیژن وايي یو شمیر دولتي چارواکي په څرګنده خاصو کاندیدانوته کمپاین کوي .

د افغانستان د جمهوري رياست يو شمېر كانديدانو انديښنه وښوده چې د حكومت يو شمېر چارواكي په مستقيمه توګه د خپلو كانديدانو په ګټه كمپاېن كوي .

یو شمیر کاندیدان اندېښنه لري چې په كابل كې د امريكا سفير خپلې لېدنې كتنې ېوازې يو څو كانديدانو پورې محدودې كړي نو دا به په حقيقت كې په انتخاباتو د امريكا د ښكاره لاس وهنې معني ولري.

دغه خبره د ولشمرۍ د يو شمير هغو كانديدانو په غونډه كې د چهارشنبې په ورځ وشوه چې ځان ته د ولسمشرۍ د كانديدانو د ګډو هڅو شورا وايي.

د جمهوري رياست ددغو كانديدانو د شورا وېاند بشير بيژن د امريكا د سفير ددغو ليدنو كتنو په اړه وويل:



" كه دغه خوځښت يا لېدنې كتنې محدود ې وي ، نو دا به په انتخاباتو كې د لاس وهنې يو ښكاره بيلګه وي ، او د انتخاباتو د شفافيت په اړه به زمونږ انديښنې لاپسې زياتې كړي ، خو كه دغه لېدنې كتنې نه يوازې د امريكا د سفير بلكې د يو شمير نورو سفيرانو له خوا هم د ټولو كانديدانو سره وشي نو ستونزه نه شته"

په كابل كي د امريكا سفير ايكن بيري ويلي دي چې ددې لپاره د جمهوري رياست له كانديدانو سره ګوري څو هغوي ته د امريكا دا پيغام ورسوي چې له يوه كانديد څخه هم ملاتړ نه كوي او غواړي د ټولو كانديدانو له پروګرامونو څخه ځان خبر كړي.

دغو كانديدانو دا هم ويلي چې د افغانستان د حكومت ځينې چارواكي خپلو خپلو كانديدانو ته كمپاين كوي او د حكومت په څوكيو باندې برحال كار هم كوي چه په دې ډله كې يې د بلخ له والي عطا محمد نور څخه يادونه وكړه چې په ښكاره ډاكټر عبدالله ته كمپاين كوي.

په دې اړه د انتخاباتو د خپلواك كميسيون وياند نور محمد نور ازادۍ راډيو ته داسي وويل:

"وګورﺉ چې مونږ په كراتوكراتو وېلي دي چې هېڅ ېومقام يا يو منسب دار نه شي كولاى د دولتي امكاناتوڅخه د كوم كانديد په ګټه باندى او يا هم د نوروكانديدانو په زيان کار واخلي كه چېرى دا كاركيږي نو باېد خپل موقف څخه اسعفا وكړي مونږ په دى برخه كى لگيا ېو، شواهدو او اسنادو ته اړتيا لرو چې د هغي په اساس باندى به بياخپله نتېجه د رسنېو له لارې په ډاګه کړو اوهمداشان څوك چې سرغړونه كوي د هغه سره به د افغانستان د نافذه قوانينو په رڼا کې چلند وشي"

په هرصورت د جمهوري رياست د كانديدانو د ګډو هڅو دغه شورا چې د دوی په وېنا شمير يې داتلسونه زيات دى په ډير دقت سره په انتخاباتي بهير كې د تيروتنو څارنه كوي.

دوي دغه راز هېله څرګنده كړه چې په خپلو راتلونكو غونډو كې به په دى هم خبرې وكړي چې څه ډول دوي ټول په خپلو كي په يوه كانديد سره راټول شي چه په دي توګه به د جمهوري رياست د كانديدانو په شمير د پام وړ كموالي راشي.