د ایران ستر مذهبي مشر فشارونو ته نه تسلمیږي

د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامینیې وایي هیواد به یي د جمهوري ریاست د انتخاباتو له لانجې څخه راپورته شویو فشارونو ته تسلیم نشي.
خامینیې د جون د ۱۲ می نیټې له انتخاباتو څخه د راپورته شوي لانجې او په لارو کې د ستر شمېر خلکو د مظاهرو په ارتباط وینا کې وویل:
((ټول ملت باید چي د قانون درناوی وکړي. ما د انتخاباتو د مسلې او په هیواد کې د قانون د عملي کیدو ټینګار کړی او کوم یي. په هیڅ قیمت به نه دولت او نه هم د ایران ملت فشارونو ته تسلیم شي.))


سرغړونکي کاندید میر حسین موسوي وړاندیز کړی چي د انتخایاتو د نتیجو د څیړنې لپاره دي یو خپلواکه کمیسیون جوړ شي، خو خامینیې د موسوي دا وړاندیز رد کړیدی.
د ورځي په سر کې بل کاندید محسن رضایي وویل د هیواد په خاطر یي په رایو کې د درغلیو شکایت بیرته اخیستی دی.

له پولسیو او امنیتي چارواکو سره په نښتو کې تر اوسه لږ ترلږه ۱۷ کسان وژل شوي او په سلګونه نور بندیان شویدي.

په عین حال کې د میر حسین موسوي میرمنې زهرا رهنورد په انتخاباتو کې د ټولو نیول شویو کسانو د سمدستي خوشي کیدو غږ کړی. د نوموړي دا بیان د موسوي په انټرنټ پاڼې کې خپور شوی. زهرا وایی دا یي وظیفه وه چي قانوني اعتراض وکړي او په لارو او کوڅو کې د وسله والو ځواکونو حضور وغندي.
زهرا رهنورد چي یوه اکاډمیسنه ده د ایران د سیاسي عنعنې په خلاف یي د خپل خاوند موسوي په څنګ کې انتخاباتي مبارزه هم کوله.