د بدخشان چارواکي وايي، د هغو دوو تنو نجونو زده کوونکو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی چې د یوې نامعلومې مادې په واسطه مسمومې شوي.
دوی د بدخشان د زبیاک ولسوالۍ د یوه ښوونځي له هغو دولسو تنو زده کوونکو څخه دي چې پرون مسمومې شوې وې.
د اشکاشم ولسوال اختر محمد خیر زاده ازادۍ راډیو ته وویل، څلور مسمومې شوې نجونې د دغه ولسوالۍ روغتون ته راوړل شوي دي چې د دوو تنو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ ده.
د راپورونو له مخې تېره اونې د بدخشان په مرکز فیض اباد کې هم د دوو ښوونځیو څلورویشت زده کوونکې په ورته توګه مسمومې شوي وې.
د بدخشان چارواکي وايي، چې د پيښې په اړه تحقیقات روان دي. تر دې پخوا پروان او کاپیسا ولایتونو کې هم ورته پیښې شوې وې، چې د خلکو د اندیښنې سبب شوې.