د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس په لویدیځه غاړه کې د حماس د ډلې د ټولو بندیانو د خوشې کولو امر ورکړی دی.
په دغو زندانیانو کې هغه کسان هم شامل دي چې په امنیتي پیښو کې په لاس لرولو تورن دي.
د فلسطیني ادارې د مشر یو سلاکار عزام احمد چې د حماس ډلې سره چې غزه يې په کنټرول کې د خبرو اترو په پروسه کې هم ونډه لري وویل د حماس دډلې زندانیان به راتلونکو څو ورځو کې خوشې شي.
خو د فسلطینې ادارې مشر ته نزدي سرچینو ویلي چې د حماس بندیان په دې شرط خوشې کیږي چې له دې وروسته به عامه امنیت ،قانون ،او نظام ته ګواښ نه جوړوي.