د ایران د نګهبان شورا وايي په سلو کې لس صندوقونه رايي له سره شماري

په ایران کې پر حکومت اعتراض کونکي وايي ، دوی د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتایجو پر ضد نن په تهران کې د مظاهرې غوښتنه له دې امله بېرته اخیستې چې چارواکو ورته د مظاهرې اجازه ورنه کړه.

د اصلاع غوښتونکي کاندید مهدي کروبي په مشرۍ د ملي اعتماد د ګوند ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي دوی له همدې امله خپله ننۍ مظاهره لغوه کړې ده.

تر دې مخکې د ایران یو ې خبرې شبکې د یوې بلې ډلې د مشرانو له خولې چې د نني لاریون په جوړولو کې يې مرسته کوله ویلي وو د چارواکو له خوا د مظاهرې اجازه نه ده ورکړل شوې .

د ایران د امنیت شورا د اعتراض کونکو مشرانو ته د ایران د مذهبي مشر پرونی خبرداری یو واربیا تکرار کړی چې د هر ډول غېرې قانوني مظاهرو مسولیت به يې پر غاړه وي .

له بلې خوا د ایران دولتي تلویزون ویلي چې د نګهبان شورا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په سلو کې د لسو صندوقونو د رایو د بیا شمېرنې لپاره چمتوالی ښودلی دی .

دا اعلان په داسې وخت کې کېږي چې راپورونه وايي دوه اصلاح غوښتونکي کاندیدان نه دي توانیدلي ، نن د ایران د نګهبان شورا په هغه غونډه کې ګډون وکړي چې په کې د انتخاباتو پر نتایجو بحث کېده.

د ایران پریس ټي وي ویلي میرحسین موسوي او مهدي کروبي د نګهبان شورا په ننۍ غونډه کې نه تر سترګو کېدل .

په عین حال کې د امریکا کانګرس نن په څلورسو پنځو رايو په ایران کې د حکومتي چارواکو له خوا پر مظاهرو بندیز غندلی دی.

اروپايي ټولنې هم نن پر ایران غږ کړی چې سوله ایزو مظاهرو ته دې اجازه ورکړي .