سبا به په كابل كې دشاعرو اوليكوالو ميرمنو په ګډون يوه مشاعره جوړېږي


ټاكل شوې ده چې سبا د ميرمن ، كلتوري ټولنيز بهير په نوښت د رڼا په نوم د افغان شاعرو او ليكوالو ميرمنو په ګډون په كابل كې يوه درنه مشاعره جوړه شي .

د ميرمن بهير د مشرتابه د شورا يوې غړي توبا ندا ساپۍ ازادۍ راډيو ته وويل چې دغه مشاعره د د غه بهير د يو كلنۍ د كليزې د لمانځلو په مناسبت جوړه شوې ده چې هر كال به يې په ورته ډول لمانځي .

د يادونې وړ ده چې ميرمن ، كلتوري ، تولنيز بهير يو كال مخكې د افغان كلتوري ټولنو د جرګې په چوكاټ كې په فعاليت پيل وكړ چې او سمهال له پينځوو څخه په زياتو ولايتونو كې څانګې لري .