د الجزیرې تلویزیون د انګلیسي او عربي برخو پروډیوسران قیس عظیمي او حمیدالله شاه چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د ملي امنیت له لورې نیول شوي و، خوشي شول .
الجزیرې تلویزیون د خپلو دغو دوو خبریالانو د خوشي کېدو او د هغوی د نیونې دعلت په باب د توضیح غوښتنه کړې ده .
دې تلویزیون وویل چې ښايي افغان چارواکي په دې خاطر ددغه تلویزیون په خبریالانو غصه شوي وي چې تېره اونۍ هغوی له کندزڅخه د وسله والو طالبانو د فعالیت په باب رپوټ ورکړ.
خو ولسمشرکرزي د چهارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د افغانستان په قانون کې د مطبوعاتو ازادۍ ته درناوی شوی او تضمین يي شوې مګرد مطبوعاتو د ازادۍ په نوم د تروریزم خپراوي ته اجازه نشته .
افغان ولسشمر وویل د افغانستان حکومت یو ډیموکرات حکومت دی خو هغه راپور چې الجزیرې د کندزپه باب خپورکړ، داسې كار ته باېد پاملرنه وکړو.
الجزیرې تلویزیون له کندزڅخه په یوه راپور کې یوشمېر وسلوال کسان چې مخونه یې ورته سانسور کړي وو، وښودل او ویې ویل چې دا کسان په کندز کې د طالبانو جنګیالي دي ، په وروستیو کې په کندز کې د طالبانو فعالیتونوزیات شوي دي.