د خوست چارواکي وايي، د دغه ولایت د ښار په لویدیځ او ختیځو برخو کې نن په دو جلا بمي چاودنو کې درې سرحدي پولیس وژل شوي او د ملي اردو دوه عسکر ټپیان شوي.
په خوست کې د ملي اردو د لوا درستیزوال جنرال زهیر وردګ ازادۍ راډوی ته وویل، چې دواړه چاودنې د عسکرو په پلي ګزمو شوي دي.
نوموړي همداراز وویل، چې د ملی اردو عسکرو نن د خوست ګردیز پر لویه لار پنځه ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او خنثی کړل.
طالبانو د یادو شویو چاودنو مسئولیت په غاړه اخیستی دی. ذبیح الله مجاهد چې ځان د دغې ډلې ویاند بولي ادعا کوي چې په چاودنو کې اته عسکر وژل شوي دي. چارواکي د دوی ادعا ردوي.