وسلوالو کسانو د کندز د نفتي موادو رییس محمدنظیم جمیل نن سهار په ډزو وواژه.
د کندز د والي ویاند محبوب الله سعید ازادۍ راډیو ته وویل، نظیم جمیل له کندز نه د شبرغان پر لور روان و، چې په ارچې ولسوالۍ کې پرې برید وشو.
هغه وویل، په حمله کې د نفتي موادو د رئیس یو ساتونکی هم ټپی شوی او موټر چلوونکی يې له ټپي کېدو وروسته وسلوالو له ځان سره وړی.
د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د حملې مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.
بلخوا طالبانو د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د سړک جوړولو د یوې کمپینۍ پر ساتونکو حمله کړې، چارواکي وايي یو تن په کې وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
وسلوالو طالبانو په حمله کې د کمپنۍ د پنځو ساتوونکو د وژلو ادعا کړې. چې چارواکي یې ردوي.