د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو راتلونکو انتخاباتو ته د انتخاباتي کمپیان د پیلیدو له امله د دغه هېواد خلکو ته مبارکي ویلې.
سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې د اوباما له قوله لیکلي دي، تمه ده چې په دغو انتخاباتو کې د جمهوري ریاست بریالی کاندید یوه بشپړه اجنډا ولري.
افغاني موسسې باید خلکو ته لا ښه خدمات وړاندې کړې او بشپړ حساب ورکول او شفافیت موجود واوسي تر څو افغانان پوی شي چې پیسې یې چېرته لګیږي.
د اعلامیې له مخې بارک اوباما یو ځلې بیا ټینګار کړی چې هېواد یې په افغانستان کې د جمهوري ریاست او یا ولایتي شوراګانو له کوم کاندید نه ملاتړ او یا یې هم مخالفت نه کوي.
د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته انتخاباتي کمپاین پرون پیل شو چې دوه میاشتې به دوام وکړي او د زمري د میاشتې د نه ویشتمې نیټې د رایې ورکولو له ورځې نه به اته څلویښت ساعته مخکې پای ته ورسیږي.