نن په افغانستان كې د راتلونكي ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره په رسمي ډول انتخاباتي مباریزې پيل شوې چې د انتخاباتو د خپلواك كميسيون په وينا تر دوو مياشتو پورې به دوام وكړي .
د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي چې كه د افغانستان د راتلونكې ولسمشرۍ لپاره نومول شوي كانديدان خپلې شتنمۍ د غبروګولي د شپږ ويشتمې نيټې تر پايه پورې له دغه كميسون سره ثبت نه كړي نو رسنيو ته به د دوى نومونه اعلان كړي .
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسون د دارلانشا ريس داود علي نجفي د سې شنبې په ورځ په كابل كې په يوې خبري غونډه كې وويل چې لا تر اوسه يوازې ۳۰ كسو كانديدانو د خپلو شتمنيو فورمې ډكې كړې دي :
" تر اوسه يوازې د ولسمشرۍ لپاره ۳۰ كانديدانو دغه فورمې ډكې كړې دي ، زه نن د رسنيو له لارې دا اعلانوم چې كه تر نن مازديګره پورې دغه فورمې ډكې نه شي نو د دغو كانديدانو نومونه به رسنيو ته اعلان او د ضرورت په صورت كې د شكايتو د اوريدلو كميسون هم په جريان كې واچول شي ."
ښاغلي نجفي وايي دوى تمه لرله چې نوموړي كانديدان د غبرګولي د مياشتې تر څلورويشتمې نيټې پورې يعنې د كمپاينونو له شروع كيدلو څخه دوه ورځې د مخه د خپلو شتمنيو فورمې ډكې او د انتخاباتو خپلواك كميسيون ته وسپاري .
د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د دارلانشا ريس دغه شان زياته كړه چې هيڅ كانديد نه شي كولاى چې د خپلو كمپاينونو له پاره له بهرنيو سرچينو څخه مرسته واخلي او په دې برخه كې بايد د حساب وركونې پروسه بلكل رڼه وي :
" كانديدان له هيڅ بهرنۍ سرچينې څخه مرسته نه شي تر لاسه كولاى يوازې له افغانانو څخه مرسته اخيستلاى، شي او په دې برخه كې هم بايد د مرستو د راټولولو او لګولو په برخه كې د حساب وركولو رڼه پروسه موجوده وي . "
د افغانستان د راتلونكې ولسمشرۍ او ولايتي شورا ګانو لپاره انتخاباتي مباریزې چې د غبرګولي د مياشتې په شپږويشتمه نيټه پيل شوې د زمري د مياشتې تر اته ويشتمې نيټې پورې به دوام وكړي او تر هغې وروسته د انتخاباتو د خپلواك كميسيون په وينا هيڅ څوك نه شي كولاى چې خپل انتخاباتي كمپاينونه وغځوي .
ټاكل شوې ده چې د افغانستان د راتلونكې ولسمشرۍ لپاره انتخابات د زمري د مياشتې په نهه وېشتمه نيټه جوړ شي چې په دغو انتخاباتو كې به د ولسمشرۍ د څوکۍ د ګټلو لپاره يوڅلويښت او د ولايتي شوراګانو لپاره تر درىزرو زيات كانديدان برخه واخلي .