حامد كرزی به نن به په روسيه كې جوړې شوي غونډې ته خبرې وكړي


ټاكل شوې ده چې ولسمشر حامد كرزی بنن د شانګهاۍ د غړو هيوادونو په نهمه غونډه كې چي په روسيه كې جوړه شوې ده خبرې وكړي

افغان ولسمشر تيره ورځ ناوخته د پاكستان له ولسمشر سره هم د روسيې په يكاترينبورګ ښار كې خبرې كړې.

د افغانستان د جمهوري رياست لخوا په يوې خپرې شوې اعلاميي كې راغلي دي چې په دغه ليدنه كتنه كې په دوه اړخيزو اړيكو ، سيميزو مسلو او په اقتصادي ، سياسي او فرهنګي برخو كې د دواړو هيوادونو ترمنځ د همکاریو پر دوام خبرې وشوې.

په دې خبرو كې دغه راز ټينګار وشو چې د تروريزم پرضد د مبارزې اود سيمې د ستونزو په حل كې بايد ټول په ګډه كار وكړي.