په کابل کې یو شمیر ځوانان په دې باور دي چې د افغانستان د ټولنې ډیره برخه ځوانانو جوړوي نو ځکه خو یې په راتلونکو انتخاباتو کې ونډه هم برخلیک ټاکوونکې ده.
په سلګونو ځوانان چې نن په کابل کې د لویې جرګې تر کیږدۍ لاندې راټول شوي ول، په انتخاباتو کې د ځوانانو په رول، د هغوی په ستونزو او همداراز له راتلونکې حکومت څخه د خپلو تمو او هیلو په اړه څرګندونې وکړې.
د غونډې یوه برخه وال شریف الله فضل زي ازادۍ راډیو ته وویل: " ځوانان د افغانستان د نفوس شاوخوا شپیته فیصده جوړوي، ځکه خو په انتخاباتو کې هم لویه برخه اخیستلی شي. د افغانستان راتلونکې همدا ځوانان جوړوي. دا هیواد موږ ته راپاتې دی او چې موږ یې جوړ نه کړو نو څوک به یې جوړ کړي."
غونډې ته څو تنو ځوانانو ویناوې وکړې او په هیواد کې یې بې کاري، په مخدره موادو روږدېدا او نا امنی هغه سترې ستونزې وبللې چې نن سبا ځوانان ورسره لاس او ګریوان دي.
ځینو یې ویل، موږ به په دې تمه رایه ورکړو چې راتلونکی حکومت د دغو ستونزو د هوارولو لپاره لا ډیر څه وکړي.
د سیف الرحمن په نوم له وردګ څخه راغلي د غونډې یوه برخه وال وویل:
" موږ به داسې چاته رایه ورکړو چې ځوانانو ته کار وکړي. اوسمهال په ایران او پاکستان کې ډير افغان ځوانان په کار پسې ګرځي، ایران خو یې اوس بیرته راشړي. د دوی ستونزې ډیرې دي. موږ غواړو یو داسې کس وټاکو، چې ځوانانو ته کار پیدا کړي، پوهنتونونه ورته جوړ کړي، مدرسې ورته جوړې کړي."
خو ځینو ځوانانو بیا اندیښنه وښودله چې د نا امنیو له امله به په انتخاباتو کې د خلکو او په ځانګړې توګه ځوانانو ونډه کمه وي.
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیانو د پوهنځی محصل ظاهر اکبري په دې اړه داسې وویل:
" زما په نظر په اوسنیو شرایطو کې ځوانان نشي کولای چې په ټولټاکنو کې برخه واخلي. د افغانستان تقریباً پنځوس فیصده خاوره اوس د وسلوالو مخالفینو په لاس کې ده، په هغې کې انتخابات ترسره کول ناممکن دي. نو زه له اوسني نظام څخه غواړم چې د انتخاباتو تر رارسیدو مخکې له وسلوالو مخالفینو سره خبرې وکړې او د هغوی مشروع غوښتنې ومني."
په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې د ځوانانو ګڼ شمیر سیاسي ، ټولنیزې او فرهنګي ټولنې او سازمانونه رامنځ ته شوي دي.
اکثره له دوی څخه چې سیاسي فعالیتونه لري ښايي د جمهوري ریاست په انتخاباتي کمپاینونو کې چې د جوزا په شپږ ویشتمه پیلیږي، فعاله برخه واخلي.