د ایران په پایتخت تهران کې نن په زرګونو خلک لارو کوڅو ته را ووتل او د ولسمشرۍ د انتخاباتو هغه نتایج يې وغندل چې وايي ولسمشر محمود احمدي نژاد په کې تر نورو ټولو کاندیدانو زیاتې رايې ګټلي دي.
د پاریدلو مظاهرچیانو او پولیسو تر منځ د نښتو رپوټونه هم ورکړل شوې دي.
نن سهار پولیسو د ایران د کورنیو چارو د وزارت څخه چاپیر کمربندتاو کړی و، د کورنیو چارو وزارت د جمعې د ورځې انتخابات رهبري کول او د احمدي نژاد مهم سیال میر حسین موسوي ددې وزارت چارواکي د رایو په شمېر کې په درغلۍ تورن کړي .
چارواکو ویلي له قانوني جواز پرته به هېڅ ډول مظاهرو ته اجازه ور نه کړي.
د ایران دولتي تلویزون او راډیو ېوازې د کورنیو چارو د وزارت له خوا د رایو د شمېرنې نتایج خپروي او د موسوي د هغو څرګندونو په اړه څه نه وايي چې رايي شمېرونکې چارواکي يې په درغلۍ تورن کړي .
د ایران ستر مذهبي مشر پر خلکو غږ کړی چې د انتخاباتو نتایج دې ومني.