د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمسیون مشر د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو لپاره د کاندیدانو وروستي لسټ اعلان کړ.
عزیز الله لودین وايي ، د جمهوري ریاست د کاندیدانو له لسټ څخه د دوو کاندیدانو او د یو کاندید د دویم مرستیال نومونه ایستل شوي دي.
نوموړي چې د شنبې په ورځ يې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، چې دا پرېکړه د شکایتونو د اورېدو د کمسیون له خوا د اعتراضونو د ارزونې پر بنسټ شوې ده.
"په خواشینۍ سره، چې دا دوه کسه دي، یو ښاغلې اکبر باې او دوهم جعفر عفیاني، چې د جمهوري ریاست لپاره کاندید وو او نومونه يې له لسټ څخه ویستل شوي دي او د محمد رحماني په نامه د یو کاندید د دویم مرستیال ښاغلي ضیا نوم هم ویستل شوى دى.
د دې ترڅنګ د شکایتونو د اورېدو کمسیون له مونږ سره ژمنه کړې چې که د انتخاباتو تر ورځې پورې پر هر کاندید شوي شکایتونه ثابت شي چې درغلۍ يې کړې نوم به يې وویستل شي".
ښاغلي لودین وویل، چې له وروستي لسټ څخه په مجموعي توګه د جمهوري ریاست او د ولایتي شوراګانو د پنځه اویاوو کاندیدانو نومونهویستل شوی دي او د جمهوري ریاست یو کاندید په خپله خوښه له خپلې کاندیداتورۍ څخه تیر شوې.
ښاغلي لودین د کاندیدانو د وروستي لسټ په اوږد والي هم اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې د جمهوري ریاست په کاندیدانو کې داسې کسان هم موجود دي، چې نه یوازې د دغه پوسټ لپاره لازمه وړتیا نه لري بلکې رواني تکلیفونه هم لري.
خو ځینې هغه کاندیدان، چې نومونه يې له وروستي لسټ څخه ویستل شوي ادعا کوي او وايي مخکې له دې چې دوى ته د شویو شکایتونو په وړاندې د دفاع موقع ورکړاى شي دا پرېکړه شوې ده.
د افغانستان د ترک ټبرو د ټولنې مشر اکبر باې، چې نوم يې د کاندیدانو له وروستي لسټ څخه ویستل شوى ازادۍ راډیو ته وویل:
"زما نوم، چې له دغه لسټ څخه لرې شوې تراوسه پورې هیڅ یو مقام ماته دا نه دي ویلي، چې ستا نوم په دې دلیل او د دې شکایت له امله ویستل شوى دى.
په دې برخه کې له ما نه چا پوښتنه نه ده کړې او یوازې د ډیاک د پروسې په اړه له ما سره خبرې شوې وې او مونږ د کورنیو چارو وزارت ته اسناد ورلیږلي وو.
همدا اوس زما یو څو استازي او مشران د شکایتونو کمسیون ته، چې د بهرنیانو کمسیون دى ورغلي او زه به دا مسله تر وروستۍ وسې پورې تعقیب کړم."
خو د شکایتونو د اورېدو کمسیون وايي، چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د ټولو کاندیدانو په اړه شوي اعتراضونه يې په سمه توګه څیړلي او په دې برخه کې يې له کاندیدانو سره هم تماسونه نیولي دي.
تمه ده، چې د جمهوري ریاست یو څلویښت کاندیدان د روانې اونۍ د سې شنبې په ورځ خپل انتخاباتي کمپاینونه پیل کړي او د انتخاباتو خپلواک کمسیون له هغوى غوښتي، چې د یکشنبې تر ورځې دې د خپلو جایدادونو په اړه د دوى فورمې ډکې کړي.
ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو راتلونکي انتخابات د زمري د میاشتې په نهه ویشتمه نېټه ترسره شي.
د کاندیانو وروستی لېست ددې ځای په کېکاږلو د انتخاباتو د خپلواک کمیسون له ویب پاڼې ښکته کولی شۍ
نوموړي چې د شنبې په ورځ يې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، چې دا پرېکړه د شکایتونو د اورېدو د کمسیون له خوا د اعتراضونو د ارزونې پر بنسټ شوې ده.
"په خواشینۍ سره، چې دا دوه کسه دي، یو ښاغلې اکبر باې او دوهم جعفر عفیاني، چې د جمهوري ریاست لپاره کاندید وو او نومونه يې له لسټ څخه ویستل شوي دي او د محمد رحماني په نامه د یو کاندید د دویم مرستیال ښاغلي ضیا نوم هم ویستل شوى دى.
د دې ترڅنګ د شکایتونو د اورېدو کمسیون له مونږ سره ژمنه کړې چې که د انتخاباتو تر ورځې پورې پر هر کاندید شوي شکایتونه ثابت شي چې درغلۍ يې کړې نوم به يې وویستل شي".
ښاغلي لودین وویل، چې له وروستي لسټ څخه په مجموعي توګه د جمهوري ریاست او د ولایتي شوراګانو د پنځه اویاوو کاندیدانو نومونه
جمهوري ریاست په کاندیدانو کې داسې کسان هم موجود دي، چې نه یوازې د دغه پوسټ لپاره لازمه وړتیا نه لري بلکې رواني تکلیفونه هم لري.
عزیزالله لودین