کونړ کې دوه ملیکان د ناټو په ډزو وژل شوي

په کونړ کې د ناټو ځواکونو او وسله والو تر منځ نښتې کې پرون د هاوان په ډزو دوه تنه ملکي خلک وژل شوي دي.

ناټو ځواکونو پرون ناوخته په یوې اعلامیې کې وویل جګړه هغه وخت پيل شوه چي وسلوالو د دوی په عسکرو حمله وکړه.

عسکروپروسلوالو باندې د هاوان په ډزو کې دوه تنه ملیکان وژلي او پنځه نور یي ټپيان کړي دي.

د ناټو په اعلامیې کې د وسلوالو د مرګ ژوبلې یادونه نه ده شوې خو وایي چې د پیښې په اړه یې څیړنې پيل کړي دي.

له بلې خوا اییتلافي ځواکونه وایي په کونړ ولایت کې په یوې بلې جلا پیښې کې څلور تنه ملکي افغانان هغه مهال ووژل شول چې یوه لارۍ د ناټو له یوې پوځي وسیلې سره ټکر شوه.

د ټکر په دې پیښې کې په وژل شویو سربیره څلور افغانان ټپيان هم شوي دي.