افغان ولسمشر حامد كرزى نن له غرمې ورسته د فارياب د اندخوى د څلورګونو ولسواليو د خلكو سره د ليدنې په خاطر اندخوى ته ولاړ
په سيمه كې د ازادۍ راډيو د خبريال د خبر له مخې ټاكل شوې ده چې ښاغلى كرزى د دغه ولسوالۍ د بيا رغونې له پروژو څخه هم ليدنه وكړي.
په خبر كې دا هم ويل شوي چې ولسمشر كرزي د اندخوى په جامع جومات كې د خلكو يوې لويې غونډې ته وينا وكړه او د ميمنې، پلخمري او اندخوى، اقينې بندر سړكونه هم پرانيستل.
ولسمشر كرزي په خپله وينا كې خلكو ته ويلي چې د ميمنې ښار د ننه ۳۰ كيلو مټره سړكونه به هم پاخه شي او د بلڅراغ، كوهستان او ګرزيوان د ولسواليو لارې به هم ورغول شي.