انګوشتیا کې د سترې محکمې مرستیاله ووژل شوه

چارواکي وایي چې د روسیې په جنوبي جمهوریت انګوشتیا کې نن یوه ښځینه قاضي وسله والو کسانو په ډزو سره ووژله.

د انګوشتیا د کورنیو چارو وزارت وویل، ازا ګارګیرریوا د سترې محکمې مرستیاله وه چې په ډزو کې لومړی ټپي او وروسته يې د همدې ټپونو له کبله د سیمی په لوی روغتون کې ساه ورکړه.

پرنوموړې وسله والو کسانو هغه مهال ډزې وکړې چې خپل اولادونه یې په موټر کې ښونځي ته رسول.